Language

امنیتي ځواکونو خوست کې یوه مشکوکه بې پیلوټه الوتکه راغورځولې

خوست ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : په  خوست کې ځایي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه را غورځولې ده.

ددغه ولایت یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د چنګاښ په ۲۳مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه له تېرو څو ورځو راهیسې په صبریو یعقوبیو او باک ولسوالیو کې د شپې او ورځې ګرځېدله

سرچینې زیاته کړې چې دا الوتکه د وسله والو طالبانو اړونده وه، په سیمه کې یې عکاسي کوله او معلومات یې راټولول.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، د‌ يادې سرچينې په وينا، تېره شپه د‌ باک ولسوالۍ د‌ سپيرکي په سيمه کې درې وسله وال هغه مهال ووژل او درې نور ټپيان شول، چې د موټر سايکل بم په جوړولو بوخت وو.

وسله والو طالبانو د حکومتي چارواکو ددغې ادعا په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.