Language

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳ میلیونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۳ میلیونوته رسېدلې چې ۲۵ سلنه یې یواځې په امریکا کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ۱۳ میلیونو ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه اووه میلیونه او ۷۷۲ زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تراوسه له کرونا څخه ۵۷۲ زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره درې میلیونو او ۳۳۰ زرو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي، دغه راز امریکا کې ۱۳۷ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته یو میلیون او۸۶۵ زره کسان پرې اخته او ۷۲ زره تنه مړه شوي دي.

هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپریږي او د ناروغانو شمېره یې له ۸۸۰ زرو اوښتې او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد شو، دغه راز هلته ۲۳ زره کسان مړه شوي، دغه راز روسیه په څلورم مقام کې ده، هلته ۷۳۳ زره کسان پرې اخته ، خو ۱۱ زره کسان مړه شوي دي.

هسپانیه، بریتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، تراوسه څه دپاسه ۳۴ زره کسان پرې اخته، ۱۰۳۰ کسان مړه او تر ۲۲ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.