Language

ناټو : د طالبانو بریدونه او تاوتریخوالی د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راولي

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹) : د ناټو سازمان ویلي چې د وسله والو طالبانو بریدونه او تاوتریخوالی د بې‌ثباتۍ لامل کېږي او د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې راولي.

ناټو په افغانستان کې د جګړې پر ذیدخلو خواوو غږ کړی چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې دې ستونزې هوارې کړي او د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه دې ګټه واخلي.

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ سیاسي جوړجاړی، دایمي سولې ته زمینه برابروي.

سرچینې زیاته کړې، "پر ټولو غاړو غږ کوو چې ژر دې پاتې مسایل چې تراوسه یې د ټولشموله بین الافغاني مذاکراتو مخه نیولې، حل کړي."

ناټو په داسې وخت کې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل کېدو غوښتنه کړې چې پرون له امریکا سره د طالبانو د سولې موافقتنامې د پلي کېدو لومړی پړاو بشپړ شو.

د دوحې د تړون له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

چارواکي وايي چې امریکايي پوځیان له خپلو پنځو اډو څخه وتلي او اوس په هېواد کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون هلته شرایطو پورې تړلی دی.

سرچینې زیاته کړې، که شرایط برابر شول، ناټو به "د سولې بهیر د ملاتړ په خاطر د خپل پوځي حضور په اړه مشوره وکړي".

ناټو په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

سرچینې ویلي چې دغه کار بې ثباتي رامنځته کوي او د سولې د بهیر په اړه باور زیانمنوي.

login or register a new account.

Related Topics