ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو توغندویي بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو توغندویي بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

author avatar
15 Jul 2020 - 18:49
پر کونړ د پاکستانيو ځواکونو توغندویي بریدونو کې اته کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي
author avatar
15 Jul 2020 - 18:49

اسعداباد (پژواک،۲۵ چنګاښ ۹۹): د کونړ د ولایتي روغتون مسوول وايي چې د سرکاڼو او مرورې ولسواليو پر سرحدي پوستو د پاکستانيو ځواکونو په توغندویي بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

دغه بریدونه نن له غرمې وروسته شاخوا دوه بجې د پاکستانیو ځواکونو له خوا د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس کنډو، ناوې سیمې او دغه راز د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو پر پوستو باندې وشول.

خو د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پاکستانيو پوځیانو د توغندیو په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، وژل شوي او ټپیان ټول عام وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

خو بل لور ته بیا د کونړ د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر عطا الله ساپی وایي چې د پاکستانيو پوځیانو د توغندیو په بریدونو کې د وژل شویو اتو کسانو جسدونه روغتون ته وروړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې دوه ښځې او یو ماشوم او پنځه نور نارینه دي .

دده په خبره، په شپږو راوړل شویو ټپیانو کې یو ماشوم ننګرهار ته انتقال شو، دوه يې برسېرن ټپیان وو چې له لومړنۍ درملنې وروسته کورونوته رخصت شول او درې تنه په روغتون کې بستر دي چې روغتیا حالت يې ښه دی.»

نوموړی زیاتوي، چې روغتون ته راوړل شوي جسدونه ټول د عامو وګړو وو.

پاکستان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې پاکستاني پوځیان پر کونړ توغندي توغوي چې زیاتره وخت په کې د کونړ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، که څه هم حکومت څو ځله په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې کړي ، خو دغه بریدونه نه دي بند شوي، او د کونړ د ځینو سیمو خلک یې له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.