Language

حکومت: ننګرهار کې د اوبو او هوایي ډګرجوړول دواړه سترې پروژې پلې کیږي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : حکومت وایي چې په ننګرهار ولایت کې د اوبو ستره پروژه او په ګمبیري ډاګ کې د هوایي ډګر جوړولو چارې همهاله پرمخ وړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د ملکي هوایي ډګر د جوړولو د بنسټ ډبره تېره اوونۍ د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري دښته کې کېښودل شوه چې د لومړۍ برخې چارې یې په ۸۰ میلیونه افغانیو بشپړیږي.

د یادې پروژې تر پرانیستلو وروسته ځینو کسانو نیوکې وکړې چې ګمبیري ډاګ ته له کونړ سیند څخه داوبو ستره پروژه چې د پخواني ولسمشر سردار داوود خان په وخت کې ډیزان شوې وه، له منځه ځي او نن یو شمېر کسانو د هوایي ډګر جوړولو پر ضد په جلال اباد ښار کې لاریون وکړ.

د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا د چنګاښ په ۲۹مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د هوایي چلند او د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ګډه غونډه جوړه شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، په دغې غونډه کې یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په ګمبیري دښته کې د ننګرهار هوایي ډګر د جوړولو چارې وارزوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دواړو ملي ارداو دویمه غونډه ترسره شوه، چې په کې د ملکي هوایي چلند مشر ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، ددې ادارې مرستیال امانزیب انصاري، د اوبو د تنظیم د ملي ادارې مشر خان محمد تکل او ددواړو ادارو نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

سرچینې ویلي چې نن په دویمه غونډه کې د پلاوي ارزونې وڅېړل شوې او پرېکړه وشوه، چې په ننګرهار کې به دواړه ملي مهمې پروژې همهماله یو ځای پرمخ وړل کیږي.

د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې یادې دواړه ملي پروژې د ختیځو ولایتونو د اقتصادي وضعیت د پراختیا په  موخه تطبقیږي.

سرچینې ویلي چې د اوبو له یادې سترې پروژې سره ۳۰ زره هکتاره ځمکه خړوبیږي او هوایی ډګر سره به ختیځ ولایتونه له نړیوالو مارکېټونو سره وصل شي.