کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٠ مثبتې پېښې په افغانستان ثبت شوي چې دا په تېرو درېيو مياشتو کې تر ټولو کمې مثبتې پېښې دي.
د وروستي ځل لپاره د روان کال د اپريل مياشتې په لسمه په افغانستان کې د کرونا ٣٧ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دغې نېټې وروسته د کرونا مثبتې پېښې په هېواد کې ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو وې، خو د لومړي ځل لپاره په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دغه شمېره ٤٠ ته راټېټه شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١١٨ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٤٠ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۵۵۰۳ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٧ په هرات، ١٧ په غور، څلور په کندهار او دوه هم په ننګرهار ولايت کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۳۶۶۳ ته لوړه شوه.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١١٨٣ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.
login or register a new account.