کندهار (پژواک، ۳۱چنګاښ ۹۹): کندهار ته د مالیې وزارت راغلی پلاوی وايي، مرکزي اداره د مالیې ټیټولو پر یوې پالیسي کار کوي څو عواید د لوړې مالیې په اخیستلو نه، بلکې د سوداګرۍ او تجارت پراخولو له لارې ډېر کړي.
د مالیې وزارت د تخنیکي چارو د رییس ابراهیمي په مشرۍ پلاوي دغه څرګندونې نن (د چنګاښ۳۱مه)د کندهار په ولایتي شورا کې ګډې ناستې ته وکړې.
دغه پلاوی د هغې کشالې د حل په موخه کندهار ته راغلی چې د دغه ولایت د ګمرک د رییس او د سوداګرو ترمنځ د منظوراحمد په نوم د یوه کمېشنکار او سوداګر له وهلو وروسته رامنځته شوې ده.
د کندهار سلګونو سوداګرو له تېرو شپږو ورځې راهیسې د ګمرک ریاست مخې ته پرلت پیل کړی او د رییس د بدلون او خپلو نورو ستونزو د حل غوښتنه کوي.
سوداګر وايي، د ګمرک رییس سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د هغوی په سوداګریزو توکو بار کانټينرونه په ورځو ورځو دروي چې د دغو قیوداتو په وجه سوداګر زیانمن شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.
دوی دغه راز د هرات په تورغونډۍ کې د سوداګرو د زرګونو کانټینټرونو د خوشې کېدو غوښتنه هم کوي چې د موټرونو پرزې په کې بار دي او له میاشتو راهیسې درول شوي دي.
په دې اړه د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال راغلي پلاوي ته وویل، سوداګر د هېواد شتمني ده، که هغوی ته د اسانتیاوو پر ځای ستونزې جوړې شي نو خپلې سرمایې نورو هېوادونو ته وړي، په کار ده دولت د هغوی ستونزې حل کړي.
هغه زیاته کړه، حکومت په داسې حال کې له سوداګرو سل سلنه مالیه غواړي چې لږ تر لږه د لویو لارو امنیت هم نه شي خوندي کولای، د لارې په اوږدو کې هره امنیتي پوسته په یوه او بل نوم له سوداګرو پیسې اخلي، دغه راز پر دغو لارو وسله والو طالبانو هم ګمرکونه جوړي کړي او له سوداګرو د مالیې په نوم پیسې اخلي.
نوموړي د مالیې وزارت له پلاوي وغوښتل چې د سوداګرو غوښتنې ومني او د ګمرک اوسنی رییس له دندې لیرې کړي.
د ده په خبره، د اوسني وضعیت دوام د سوداګرو ترڅنګ د دولت پر زیان هم دی؛ ځکه د عوایدو ټولولو چارې یې له تېرو څو ورځو راهیسې د سوداګرو د احتجاج له امله په ټپه درېدلي دي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند چې د دغه پلاوي ملتیا کوي، وویل د کندهار د ګمرک د رییس او سوداګرو تر منځ ستونزه د ګمرک ریاست د یو شمېر مامورینو او کمېشنکارانو د مداخلې له امله رامنځ ته شوې ده چې باید منصفانه توګه حل شي.
هغه په هرات کې د موټرونو په پرزو بار درول شوو کانټینرونو د برخلیک په اړه وویل چې مالیې وزارت تر ډېره دغه ستونزه حل کړې ده.
login or register a new account.