Language

د ناټو قوماندان : افغانستان کې تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹) : د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده.

د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر دغه څرګندونې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر د شپږ میاشتني راپور په غبرګون کې کړې دي.

د ملګرو ملتونو یوناما دفتر پرون د زمري په ۶مه، د روان زیږدیز کال د لومړیو شپږو میاشتو د ملکي تلفاتو راپور نشر کړ ، په دې راپور کې راغلي چې دتېر کال په همدې موده کې ملکي تلفات ۱۳ سلنه ټیټ شوي، خو بیا هم شاوخوا ۳۵۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي چې ددولتي ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو کچه ۶ سلنه زیاته شوې او د ټولو ملکي تلفاتو ۲۳ سلنه مسوولیت دولتي ځواکونو او ۴۴ سلنه یې وسله والو طالبانو ته راجع کیږي.

د ناټو قوماندان ویلي، هرکله چې تاوتریخوالی زیاتیږي، بیه یې ملکي وګړي پرې کوي او زیاته مرګ ژوبله ورته اوړي.

جنرال مېلر په بېړنۍ توګه د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی څو دده په وینا، د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

 

login or register a new account.