Language

د بغلان -سمنګان پر لاره د جګړې له امله وارداتي برېښنا پرې شوې

کابل(پژواک، ۹ زمری ۹۹): د برېښنا شرکت وایي چې د وارداتي برېښنا دوه مزي د بغلان -سمنګان پر لاره د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله پرې شوې ده.

برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مزي پر یادې لارې نن سهار څه باندې اته بجې د جګړې له امله پرې شوي.

سرچینه وایي چې ددوی تخنیکي ډله چمتو ده چې د جګړې له پای ته رسېدو سره سم سمې ته لاړه شي او برېښنا بېرته وصل کړي. بله خوا دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې جګړه تاییدوي او طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د شمال له لارې برېښنا راغځول شوې چې زیاتره وخت په بغلان کې د جګړې امله پرې کیږي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.