لومړی تعقیب – پل علم (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د ولایت مقام ته نږدې د موټر په وسیله چاودنه شوې ده چې له امله یې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دلوګر د والي ویاند دیدار لونګ د زمري په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن تر ماښام وروسته دولایت مرکز اړنده د ولایت مقام ته نږدې ازادۍ چوک سره شوې ده.
هغه زیاته کړه چې چاودنه ډیره زوروره وه، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لونګ وایي چې مړي او ټپیان د ولایت مرکزي روغتون ته لیږدول شوی دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې درې ملکیان او شپږ سرتیري وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپیان دي چې ټول یې ملکي وګړي دي.
د لوګر د ولايتي شورا ريیس حسيب الله ستانکزي وايي چي په پيښه کې تر ۴۰ ډير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي چي د مرکزي روغتون سربيره د نايب امين الله خان ۳۰۰ بستريز روغتون ته وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په دې چاودنه کې لاس نه لري او بلې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP