Language

اته امريکايي سرتېري وژل شوي

کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٩): د امريکا دفاع وزارت ويلي چې د نظامي تمريناتو پر مهال يې اته سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو له لوري خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا اته پوځیان د کلیفورنیا په سوېلي سیمه کې د نظامي تمرین پر مهال تري تم شوي وو .

سرچينې زياته کړه چې اوس د یادو سرتېرو جسدونه په بحر کې موندل شوي دي.

خبرپاڼه کې تر دې ډېر جزئیات نه دي ورکړل شوي خو ویل کېږي چې په دغو تمریناتو کې د بحري ځواک ۱۱۵ سرتېري، څلور کښتۍ او یوه بېړۍ شامله وه.

login or register a new account.