کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): د سعودي د حج او عمرې وزارت ويلي چې په محدود ډول د حج مراسمو له ترسره کېدو وروسته د عمرې د بيا پيلولو ارزونه به ډېر ژر پيل کړي.
وروسته له هغه چې د کرونا وبا د سعودي په ګډون په ټوله نړۍ کې خپره شوه، د سعودي عربستان حکومت له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د عمرې مراسم بند کړي او سږ کال يې د حج فريضه هم په محدود ډول ترسره کړه.
د راپورونو له مخې، تر دې دمه په سعودي کې ٢٨٠زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٩٤٩ تنه مړه او ٢٤٢زره کسان بېرته روغ شوي دي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت مرستيال ډاکتر حسين شريف ويلي چې د کرونا په احتياطي تدابيرو کې د حج مراسمو ترسره کېدو له تجربو په استفادې به د عمرې د بيا پيلولو ارزونه ډېر ژر پيل کړي.
هغه زياته کړې چې دوى به د عمرې سيزن پيلولو لپاره چمتووالي هم ډېر ژر پيل کړي.
د يادونې ده، هر کال د حج مراسمو له پاى ته رسېدو او خپلو هېوادونو ته د حاجيانو د لېږد له پروسې وروسته د عمرې مراسم پيلېږي.
ډاکتر شريف له حاجيانو غوښتي چې د حج له مراسمو وروسته چې خپلو کورونو ته ستنېږي، بايد اووه ورځې ځانونه قرنطين کړي.
د سعودي د روغتيا وزارت ويلي چې د تېر حج په مراسمو کې چې د هېڅ حاجي د کرونا ټسټ مثبت نه دى راوتلی او ټول روغ وو.
Visits: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن