کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : افغانستان، ازبکستان او امریکا په سیمه کې د روان وضعیت او افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د یادو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په دغه درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر روان امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې ددغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو، د دفاع وزارت او د ملي امنيت شورا استازو ګډون کړى وو.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز په دې ناسته کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر ضد پر ګډې مبارزې هم ټينګار شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ويډيو له لارې په دې غونډه کې همدا راز ویل شوي چې په سیمه کې د افغان سولې په اړه اجماع موجوده ده او ټول ګاونډیان په دې برخه کې همکاري کوي.
ازبکستان او امریکا همدا راز ویلي چې دوی به د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري کوي.
ازبک لوري زياته کړې، چې د تل په څېر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغان سولې له روان بهیرڅخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
login or register a new account.