Language

دادالله قانع د فراه د ولایتي شورا مشر شو

فراه (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): دادالله قانع، د فراه ولایتی شورا د خپلمنځي ټاکنو له لارې د دغې شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ټاکنې د ټاکنو د ولایتی کمېسیون د پلاي په شتون کې تر سره شوې.

د یادې شورا غړی دادالله قانع، په دغو ټاکنو کې یوازینی نوماند و او د یادې اووه کسیزې شورا د شپږو رایو په ترلاسه کولو سره د شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

د فراه د ولایتی شورا مخکنی مشر فرید بختور او د دغې شورا غړې جمیله امیني شاوخوا دوه کاله وړاندې د یوې پوځي چورلکې د رالوېدو په پېښه کې وژل شوي دی.

له یادې پېښې وروسته د دغې شورا اداري چارې تراوسه د شورا د مرستیال له خوا تر سره کېدې.

login or register a new account.

Related Topics