Language

د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو کې ځنډ، ملګرو ملتونو له طالبانو سره اړيکه نيولې ده

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د بين الافغاني مذاکراتو په پيلېدو کې يو ځل بيا له ځنډ وروسته ملګرو ملتونو په قطر کې د طالبانو له سياسي دفتر سره اړيکه نيولې ده.

ټاکل شوې وه چې نن يکشنبې په قطر کې بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو د طالبانو د ٤٠٠ ټولو خطرناکو بنديانو په خوشي کولو کې د ځنډ له امله بين الافغاني مذاکرات هم د ځنډ او خنډ ښکار شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د دې ادارې استازو پرون په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې، په دې ليدنه کې په روانه اوونۍ کې د بين الافغاني مذاکراتو پر پيل خبرې شوې دي.

ملګرو ملتونو ويلي چې د تاوتريخوالي کمول اړين دي څو بين الافغاني مذاکراتو فضا برابره شي.

يوناما ويلي چې دوى د بين الافغاني مذاکراتو په پروسه کې هر ډول تخنيکي همکاريو ته چمتو دي.

بلخوا د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د سولې بهیر بايد ګړندی او بين الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل شي.

هغه په يوه ټويټ کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي پر غړې فوزيه کوفي بريد غندلى او زياته کړې یې ده چې دغه بريد هغو کسانو کړى چې هدف یې د افغان سولې بهیر ځنډول او ګډوډول دي.

خلیلزاد زياته کړې: "زه پر ټولو اړخونو چې د سولې په لټه کې دي، غږ کوم چې نه یوازې دغه برید وغندي، بلکې د سولې پروسه ګړندۍ کړي او بین الافغاني خبرې پيل کړي."

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ۴۰۰ جنجالي طالب بندیانو د خلاصېدو د بهیر تر پیلېدو وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هیلې زیاتې شوې دي.

افغان حکومت تر دې مهاله د یادو طالب بندیانو له ډلې د ۸۰ تنو ازادولو خبر ورکړی دی.

login or register a new account.

Related Topics