Language

ولسمشر غني: که نړۍ پر موږ معامله وکړه، د نه ځواب ورکوو

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي چې معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه دى او که چېرې نړۍ معامله وکړه، نو هغوی ته به د (نه) ځواب ورکړي.

له ارګه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې پرون ماښام د ځوانانو نړيوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې چې د لومړي معاونيت په نوښت نیول شوي وو، د وينا پر مهال وکړې.

ولسمشر غني وويل، تر اوسه هم د افغان ځوانانو تجربه، مشترکه تجربه نه ده. هغه له ځوانانو وغوښتل چې د ملي یووالي، هم نسله تجربې، همفکرۍ او اوږدمهال لیدلوري په برخه کې خپل رسالت عملي کړي.

هغه ځوانانو ته وويل، تاسې له ۴۰ څخه تر ۶۰ کاري کلونه مخکې لرئ، لنډمهاله نه، بلکې منځ مهاله او اوږدمهاله فکر وکړئ.

ولسمشر ځوانانو ته په خطاب کې وویل،  افغانستان له بې ثباتۍ څخه ثبات، له بې وزلۍ څخه شتمنۍ، له انزوا څخه متن او له فرهنګي بې باورۍ څخه د وصل پر فرهنګي نقطه بدل کړئ او د خپلې تېرې ورځې رول نن ادا او خپل راتلونکی په روښانه توګه ووینئ.

نوموړي زياته کړه: ((نړۍ د تغییر په حال کې ده او اړتیا ده، پوه شو چې د تحول په یوه موج او په څلورم صنعتي انقلاب کې قرار لرو، د اغېزمن کار معنا د تغییر په حال کې ده، نو د ۵۰ کلونو مخکې پلانونه په ټولنه کې مه تطبيقوئ.))

ولسمشر څرګنده کړه: ((موږ د ۲۱مې پېړۍ له پیل څخه تر اوسه بېلابېل بحرانونه تجربه کړي دي، د ۲۱مې پېړۍ لومړۍ ربع د بحرانونو اوج وو او اوس د بین المللي تروریزم په پنځم موج کې قرار لرو، دغه موج باید مدیریت شي، د تروریزم د پنځمې څپې مدیریت لپاره تر ټولو زیاته قرباني افغان ولس ورکړې ده.))

هغه له ځوانانو وغوښتل چې مدیریت په اساسي ډول زده کړي؛ ځکه مدیریت یواځې په استعداد نه دی، بلکې تجربې او ډسپلین ته هم اړتیا لري.

اشرف غني دې ته په اشارې چې افغانستان د نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه يو دى، خو له بده مرغه د سوالګرو مفکوره لري، وویل: ((له ګدایئ باید را ووځو او پر نړیوالې همکارۍ خپله اتکاء مدیریت کړو. پر خپل ځان د اتکا حس ولرئ او ملا مو ټینګه وتړئ.))

هغه د ځوانانو د پوښتنو ته په ځواب کې وویل: ((موږ معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه یو، که چېرې نړۍ پر موږ معامله وکړه، هغوی ته د نه ځواب ورکوو، کله چې د خپلو خلکو اجماع لرو او دا چې د ټولنې تر ټولو ستر قشر مو ترڅنګ دی، له هېڅ شي نه ډارېږو.))

ده زياته کړه: ((دا چې سوله غواړو، زموږ نېکه اراده او نیت دی، مګر موږ ماته نه ده خوړلې، د جمهوریت د تحیکم بنسټ اېښودل شوی او دغه مراسم د جمهوریت د استحکام استازیتوب کوي.))

ولسمشر غني زياته کړه، د افغانستان ځوانان دې د ملي ارزښتونو لپاره خپل رسا غږ څرګند کړي، د سولې لار مستقیمه او هواره نه ده او په دغه بهیر کې بریالیتوب د ثبات او مسوولیت منلو په استحکام پورې اړه لري.

login or register a new account.