Language

امريکا : ايران هم طالبانو ته  د بهرنيو سرتېرو د وژلو پر سر انعامونه ورکړي

کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٩) : امریکایي استخباراتو خبر ورکړى چې ایران هم د روسيې په څېر په افغانستان کې دامريکايي او متحدينو سرتېرو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي.

امريکايي تلوېزيون سي ان ان د زمري په ٢٧مه، د امریکا د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړی چې ایران هم د امریکایي او نورو ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعامونه ورکړي دي.

په راپور کې راغلي چې ایران یوازې په تېر کال کې تر شپږو بریدونو وروسته طالبانو ته پیسې ورکړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې ایران حقاني شبکې ته پیسې ورکړې وې چې پر بګرام هوایي اډه برید تنظیم کړي.

په راپور کې راغلي، د ډسمبر میاشتې په ۱۱مه پر بګرام هوایي اډه برید وشو چې په پایله کې یې د څلور امریکایي پرسونل په ګډون ۷۰ کسان ټپیان شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم مشخص په دې اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې له طالبانو د ایران ملاتړ نه شي ردولی.

دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې څه موده وړاندې نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې روسیې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژنې پر سر طالبانو ته انعام ورکړی دی، خو دا خبر روسیې، طالبانو او ان امریکا رد کړ.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو اروپا ته د سفر پر مهال ويلي و، چې ایران اوس هم افغان طالبانو ته وسله ور کوي .

هغه زياته کړې:"تر هغه چې افغانستان کې امریکايي ځواکونه وي، امریکا به یې د خوندیتوب هڅې وکړي. "

د دغه امریکايي چارواکي په خبره، دوی پوهېږي چې افغانستان کې وسله وال مخالفين سیمه ییز ملاتړ لري.

ده زياته کړې وه :"موږ ډاګیزه کړې، موږ له تاریخ خبر یو، موږ پوهېږو چې تېر کې هم روسیې طالبانو ته وسلې ورکولې. موږ پوهېږو چې ایران تراوسه طالبان وسله وال کوي. موږ په دې واقعیت پوهېږو، موږ هر یوه ته خپل نیت ډاګیز کړی دی. "

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا څرګندونې بې "بنسټه تورونه" بولي، چې ایران افغان طالبانو ته وسله ور کوي.

login or register a new account.