تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې د طالبانو د بريد له امله په دغه ولايت کې ١٥ پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو قوماندان ملک احمد تاتار د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پاڅون کوونکو پر درېيو پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي: ((د طالبانو د سرې قطعې کسانو د لاله ګذر په سيمه کې پر درېيو پوستو بريدونه کړي، په دغو بريدونو کې زما ١٥ پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور تپيان دي.))
دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير پژواک ته وويل چې دغه جګړه تېره شپه دوه بجې پيل شوه او تر سهاره يې ادامه درلوده.
خو دى وايي چې په ياده جګړه کې ١٣ پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د اسير د معلوماتو له مخې، په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې ملک تاتار په تخار کې يو له هغو قوماندانو څخه دى چې د غير مسوولو وسله والو پر لرلو تورن دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن