کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د تخار ولایت په خواجه بهاءادین ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۹ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او بلخوا په کندوز کې د ملي اردو څلور بېزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر نن (د وږي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ په لاله ګذر کلي کې د قوماندان ملک احمد تاتار پر ځواکونو د طالبانو له خوا برید شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه برید ګې د ملک تاتاز ۹ کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د هغه په خبره، په دې یو ساعته جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله وښتې ده؛ خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان ملک تاتار پر کسانو د طالبانو په برید کې ۱۴ ولسي پاڅونوال وژل شوي وو.
د یوه بل خبر له مخې، د کندوز – تخار پر لویه لار د ملي اردو څلو بیزونه د طالبانو لاسته ورغلي دي.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، نن سهار ملي اردو د کندوز – تخار پر لویه لار د ملرغي، دکان آدم خان، خواجه پسته او مکتب چهارسری، څلور بیزونه پرېښي او د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ ته تللي دي.
رسمي سرچینو او طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن