Language

په افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته د کرونا ٥٥ پېښې ثبت شوې او دوه کسان ترې مړه شوي

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۰۵۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٤٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٥٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۰۵۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٢ په هرات، ١٨ په دايکندي، شپږ په کابل، څلور په ننګرهار، څلور په غزني او يو هم په کونړ کې دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۸۳۶۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٨٩ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.