کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩) : ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ګډ کاري پلان ناسته جوړه شي.
يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وږي په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا ناسته به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ جوړه شي.
سرچينې زياته کړه چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو مرستيال وزيرانو په ګډون د ددفاع وزارت، ماليې وزارت، ګمرکاتو، امنيت ملي او سوداګرو استازي هم ګډون کوي.
ياده سرچينه وايي چې په دې ناسته کې دافغانستان او پاکستان د سولې او همغږۍ د عمل ګډ پلان د تېرو ناستو د پرېکړو ارزونه کېږي او د راتلونکو کارونو او پروګرامونو په تړاو بحث کيږي.
د دواړو هېوادونو د ياد پلان وروستۍګډه ناسته د ٢٠١٩ کال په جون مياشت کې په اسلام اباد کې شوې وه.
بلخوا په اسلام اباد کې ځينو سرچينو ويلي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې ترينګلتيا او د کرونا له امله ددې ناستې ترسره کول ځنډيلي وو.
login or register a new account.