کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو پلاوي سره دلیدنې پر مهال په ډاګه کړې چې ددوی د هڅو په پایله کې د قطر تړون ممکن شو او افغان سولې پروسه کې به خپل مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د وږي په ۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر شپږ کسیز پلاوي نن تر غرمې وروسته په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی، د ای اس ای مشر جنرال فیض حمید او نورو چارواکو سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د ا فغانستان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، بین الافغاني مذاکراتو بیل او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو پلاوی پاکستاني پلاوي ته له امریکا سره د شوي تړون په اړه له وروستیو حالاتو معلومات شریک کړل.
دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي ددې لیدنې پر مهال ویلي چې پاکستان له پیل څخه غواړي چې د افغان شخړې هواری پخپله د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې ممکن دی.
د هغه په وینا، پاکستان د افغان سولې پروسه کې خپل رول ترسره کوي او د پاکستان د هڅو په پایله کې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کدړې چې افغان مشران پخپل هیواد کې ددوامداره سولې لپاره له رامنځته شویو فرصتونو څخه سمه ګټه پورته کړي .
د قریشي په وینا، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان غواړي چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې قریشي د طالبانو پلاوي ته د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو له ممکنه خطراتو څخه هم خبر کړل.
هغه زیاته کړې، پاکستان به د افغان سولې پروسه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو پلاوی په سولې پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه او مننه وکړه.
تر یادې وروسته خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي وویل چې له طالب پلاوي سره دوه ساعته خبرې وشوې ، تر دې مخکې هم یې له طالبانو سره دوه ناستې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن