کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۹): افغانستان او ازبکستان (د برېښنا شرکت او د ازبکستان برېښنا وزارت ترمنځ د برېښنا د لېږد قرارداد لاسلیک) او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا برخو کې هوکړې ته ورسېدل.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ یې تېره ورځ تاشکند ته سفر کړی، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره یې لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د برېښنا شرکت او د ازبکستان د برېښنا وزارت ترمنځ د برېښنا د لېږد قرارداد د لاسلیک او دغه راز د سوداګرۍ او ترانسپورټ برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه هوکړې ته ورسېدل.
برسېره پر دې، دواړه لورو د سولې د اهمیت او د سولې په ټینګښت او سیمه ییزه اجماع کې د ازبکستان د رول په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
کاملوف حنیف اتمر ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د ازبکستان په بهرني سیاست کې د افغانستان پر مهم دریځ خبرې وکړې او ویې ویل: ((هیله ده دغه تاریخي سفر د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لامل شي او زموږ اړیکې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او د برېښنا او انرژۍ برخو کې لا نورې پراخې کړې.))
کاملوف د افغانستان په مالکیت او مشرۍ د سولې له پروسې او د افغانستان جمهوري دولت له دریځه په ملاتړ ټینګار وکړ، زیاته یې کړه: ((هیله من یو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د ژر پیل شاهد و اوسو.))
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د کاملوف د تود هرکلي له امله د مننې ترڅنګ د ازبکستان د خپلواکۍ ورځې مبارکي وویله.
نوموړي، د سولې له پروسې او د افغانستان د دولت له دریځه د ازبکستان له ملاتړه مننه وکړه او د سولې خبرو د ژر پیلېدو، د همېشنۍ سولې ټینګښت په موخه د جمهوري نظام او د تېرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو خوندیتوب په اړه کاملوف ته معلومات ورکړل.
اتمر ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له ازبکستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او پرختیا لپاره قوي اراده لري.
په اخر کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو رهبرانو د لیدلورو د توحید په موخه چې تېره میاشت یې په ټیلېفوني خبرو کې چې د اوږدمهاله اړیکو پراختیا په موخه یې مطرح کړې وه، د لارې نقشې پر تدوین، هوکړه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغه سفر په جریان کې څو نور هوکړه لیکونه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي.
login or register a new account.