کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د حکومت یوه باوري سرچینه وایي چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی په بین الافغاني مذکراتو کې د ګډون په موخه سبا دوحې ته سفر کوي.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی پوره چمتووالی لري او ټاکل شوې چې د طالبانو له استازو سره د مذاکراتو د پیل لپاره سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.
سرچینې د طالبانو له زندانه د کومانډویي ځواکونو او د حکومت له خوا د سلګونو طالب بندیانو خوشي کولو ته په اشاره وویل، طالبانو څلور کومانډویان ازاد کړي دي او ټاکل شوې چې نن دوه نور کومانډیان هم خوشي کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د افغانستان دولت تر اوسه د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو له نوملړه ۲۸۰ هغه یې ازاد کړي دي او ټاکل شوې چې نن پاتې ۱۲۰ نور هم خوشي شي.
بلخوا د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم د طالبانو د ۴۰۰ خطرناکو زندانیانو د خوشي کولو په تایید سره وویل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پوره زمینه برابره شوې ده.
طالبانو تر اوسه د مذکراتو د پیل په اړه څه نه دي ویلي. دغې ډلې له دې وړاندې اعلان کړی و چې د طالبانو د ټولو پنځه زره زندانیانو له خوشي کورو وروسته به له افغانانو سره خبري پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن د سولې له مرکچي پلاوي سره په ارګ کې لیدلي دي.
غني دې ته په اشاره چې د افغانستان دولت د سولې په اړه ټولې ژمنې لکه څه ډول چې نړیوالې ټولې یې تمه لرله، عملي کړې دي، ټینګار کړی دی چې د طالبانو د بندیانو خوشي کول د سولې د تامین لپاره د افغانستاد د دولت واقعي مظهر دی.
ولسمشر غني هیله ښودلې ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې به د تاوتریخوالي د پام وړ په ټیټوالي هوکړه وشي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د تېرې زمري میاشتې په ۲۶مه په دوحه کې پیل شي؛ خو فکر کېږي چې د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو جنجالونو دغه بهیر ځنډولی دی.
که څه هم په لویه مشورتي جرګه کې چې د زمري په ۱۷مه جوړه شوه، د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو پر خوشي کولو پرېکړه وشوه؛ خو له هغې وروسته یوشمېر هېوادنو لکه کاناډا او فرانسې د افغانستان له دولته وغوښتل څو هغه طالب زندانیان چې د هغوی د هېودوالو په وژلو کې لاس لري، خوشي نه کړي.
ویل کېږي چې د طالبانو په ۳۲۰ زندانیانو کې، شپږ هغه کسان دي چې د دغو هېوادونو د وګړو په وژلو کې لاس لري.
login or register a new account.