Language

په خوست کې د ځلا ځاځۍ دنده ختمه شوه

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر وايي چې خوست کې د ځلا ځاځۍ ژوند په خطر کې و او ددغه ولايت کشفي او امنيتي ادارو د هغې د ترور په اړه راپورونه ترلاسه کړي و.

هغه د وږي په ١٢مه، پژواک اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت د يوه مکتوب په اساس کابل ته‌ غوښتل شوې  ده.

خو د خوست دامنيه قوماندانۍ په هغه مکتوب کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى، راغلي چې ځلاځاځۍ د غير حاضرۍ له امله له دندې ګوښه کړاى شوې ده.

ځلا ځاځۍ درې مياشتې مخکې د خوست دامنيه قوماندانۍ د جنايي مديريت ددفتر د امرې په توګه ټاکل شوې وه، چې د يو شمېر خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې وه .

login or register a new account.