Language

روانه اوونۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۲ سلنه کمې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له کموالي خبر ورکوي وایي چې په روانه اوونۍ کې د کرونا ویروس ۲۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او د مخکنۍ  اوونۍ په پرتله د مثبتو پېښو ۱۲ سلنه ټیټولی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې (۳۳ مې) اوونۍ په لړ کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۳۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پېښه تېر کال د کب میاشتې په پنځمه په هرات کې ثبت شوه چې له هغه وروسته د هرې ورځې په تېرېدو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د ډېرېدو په حال کې و او په یوه شپه او ورځ کې تر نږدې ۷۰۰ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسو چې نن یې په کابل کې په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وویل چې په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ټیټوالي په پام کې نیول سره به افغانستان په روانه او راتلونکې اوونۍ کې د کرونا ویروس د لږو پېښو شاهد وي.

 بلخوا نوموړي په دې وروستیو کې په هېواد کې د سېلابونو د راوتلو له امله زیان لیدونکو ته روغتیایي چارو ته د رسېدنې په برخه کې د دغه وزارت اقداماتو ته په اشاره وویل چې په هېواد کې د سېلابونو د راوتلو پر دوام دغه وزارت د سېلابونو له امله د ټپیانو او ناروغانو ته د رسېدنې په موخه لازم چمتوالی نیولی دی.

 نوموړي په پروان ولایت کې د سېلاب له امله د ټپیانو او ناروغانو د درملنې په موخه د دوو موقت کلینیکونو د جوړېدو یادونه وکړه او ويې ویل چې ځانګړي روغتیایي کېټونه چې په هغه کې له ۲۰۰ تر ۵۰۰ ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درمل هم شته، د سېلاب له امله زیانمنو ولایتونو ته استول شوي دي.