Language

امریکا د جرمونو د نړيوالې محکمې پر څارنوالې بندېزونه ولګول

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې هېواد يې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر احتمالي جنګي جرمونو د څېرنې له امله د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالې فاطو بېنسودا بندیزونه لګولي دي.

پامپیو ويلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې قضایه، متمم او د همکارۍ څانګه د هغو بندیزونو له مخې په تور لېست کې راغلې چې ولسمشر ټرمپ د جون په میاشت کې اعلان کړى و. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو منجمد کول او پر سفرونو ممنوعیت شامل دي.

هغه زياته کړې : "موږ نن بل ګام پورته کوو ځکه چې په خواشینۍ سره د جرمونو نړیواله محکمه امریکایان په نښه کوي."

پامپیو ویلي، هغه کسان او ادارې به هم له بندیزونو سره مخامخ شي چې د يادې محکمې له څارنوالې بېنسودا او موچوچوکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د هغه په وينا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو کسانو ته د وېزې ورکول بند کړي چې د امریکايي مامورینو په اړه یې له څېړنو سره همکاري کوله.

د راپورنو له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې د مارچ په میاشت کې څارنوالې بېنسودا ته د څېړنو د پیل کولو لارښوونه وکړه، څو څرګنده شي چې ایا طالبانو، افغان پوځیانو او امریکايي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي که نه.

د همدغو څېرنو له امله امریکا تېرکال د بېنسودا وېزه لغوه کړه، خو د واشنګټن او ملګرو ملتونو د یوې موافقتنامې له مخې، بېنسودا کولى شي د امنیت شورا ته د معلوماتو د ورکولو په خاطر په منظم ډول نیویارک ته سفر وکړي.

login or register a new account.