Language

​اروپايي ټولنې يو ځل بيا له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٩) : په داسې حال کې چې په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته شېبې شمېرل کېږي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو یو ځل بیا له طالبانو د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموریت او د کاناډا سفارت په یوې ګډې خبرپاڼې کې ویلي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه په دغه هېواد کې د سولې ټینګېدو او د تلپاتې اوربند په برخه کې د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره په ټکر کې دي.

سرچينې زياته کړې، چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره اړتيا ده چې د باور فضا رامنځته شي.

اروپايي ټولنې همدارنګه ټينګار کړی چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره باید له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه استفاده وشي او زیاته کړې يې ده چې باید بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل شي.

یادې ټولنې ویلي چې د سولې خبرو کې د ښځو په ګډون باید د ټولو خلکو استازي حضور ولري.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د سولې خبرو کې باید د ښځو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په هېواد کې د سولې ټینګېدو په اړه د افغان حکومت له خوا د زرګونو طالب بندیانو خوشې کول هم ستایلي دي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند باندې ټینګار کړی و.

login or register a new account.