کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۷۱۶ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ٢٣مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٣٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧٥ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۷۱۶ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٥ په دايکنډي، ٢٠ په هرات، ١٢ په کندهار، اووه-اووه په بلخ او غور او څلور هم په کابل کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٠٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۱۶۳۸ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.
د سرچيني د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پيل څخه تر اوسه ١٤٢٠ کسان له دغه ويروس څخه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.