ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​خلیلزاد په بين الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده

​خلیلزاد په بين الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده

author avatar
15 Sep 2020 - 09:30
​خلیلزاد په بين الافغاني مذاکراتو کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده
author avatar
15 Sep 2020 - 09:30

کابل  (پژواک، ٢۵ وږى ٩٩): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمى خليلزاد پرون په يوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته راغلى و.

سرچينې زياته کړې چې هغه ماښام ناوخته د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد سره وليدل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر جنرال حميد، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او نورو چارواکي هم شتون درلود.

د پاکستان پوځ ويلي چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، ګډو ګټو، د سيمې پر امنيت او افغان سولې پروسې خبرې وشوې.

سرچينې ويلي چې امريکايي پلاوي د افغانستان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاريو ستاينه کړې او په ډاګه یې کړه چې د پاکستان له همکاريو پرته دا پروسه نه بريالۍ کېده.

بلخوا په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد د امريکا د حکومت په استازيتوب د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه څخه مننه وکړه چې د افغان سولې پروسه کې يې مهم رول ولوباوه او د دوى په همکاريو بين الافغاني مذاکرات پيل شول.

ټاکل شوې ده چې زلمى خليلزاد پر افغان سولې پروسې د خبرو اترو لپاره نن په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره وګوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.