کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د افغانستان د بازرس اداره وايي چې د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد له امله د يو وزير او نورو چارواکو په ګډون د ٥٢ کسانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارلې دي.
دا په داسې حال کې چې د پژواک یوه راپور له مخې، د روانې مياشتې په درېیمه نېټه يادې ادارې د عامې روغتيا پخوانى وزير ډاکتر فېروزالدين فېروز او د دغه وزارت څلور مرستيالان د کرونا په لګښتونو کې د فساد له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.
د بازرس ادارې وياند فيروز بشري د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې دوى تر اوسه د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد په تور ٥٢ کسان لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو کسانو کې د عامې روغتيا د پخواني وزير په ګډون اته کسان د کابل او ٤٤ نور د بدخشان، نورستان، هرات او ميدان وردګو ولايتونو مربوط دي.
د بشري په وينا، په دغو کسانو کې د ولايتونو مالي او اداري رييسان او د تدارکاتو کمېټې د څارنې غړي شامل دي.
نوموړى وايي چې پر دوى د اختلاس، له وظيفوي واکونو د ناوړه استفادې، د منابعو د حيف او ميل، له اړتيا پرته پر خريداريو او ناسم مديريت تورونه دي.
د بازرس ادارې وياند وويل چې د دې قضيو په تړاو ٥٥٠ ورقې اسناد او مدارک هم لويې څارنوالۍ ته ورکړل شوي دي.
د هغه په وينا، په نورو ولايتونو کې د کرونا اړوند لګښتونو کې د فساد پر قضيو کار روان دى او ډېر ژر به له ولس سره شريک شي.
بشري دا هم وويل چې د کابل د ښاروالۍ له خوا د پخې ډوډۍ په وېش کې د فساد قضيه هم تر څېړنو لاندې ده.
د افغانستان د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک اژانس ته ومنله چې د بازرس ادارې له خوا ورته يادې قضيې استول شوې دي.
هغه زياته کړه چې د اړوندو څانګو له خوا پر دغو قضيو څېړنې روانې دي او هرکله چې بشپړې شي، بيا به يې له رسنيو سره شريکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP