کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٩): د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شيخ عبدالحکيم ويلي، اړوند خواوې بايد د مذاکراتو په جريان کې له زغم او حوصلې کار واخلي. د مذاکراتو د پر مخ وړلو لپاره باید شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې شيخ حکيم دغه څرګندونې پرون د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ګډې ناستې په خپله وينا کې کړې دي.
شيخ حکيم ويلي، دا يو ښه فرصت دی چې د هېواد څلوېښت کلن روان وضعيت د حل په اړه په يوه ښه فضا کې خبرې کوي.
ده زياته کړې: ((طالبان د تفاهم اصل ته په احترام سره متعهد دی چې له اشغال څخه را ولاړو شوو ستونزو ته له نورو افغاني جهتونو سره د ګډ تفاهم له مخې د پای ټکی کېږدي او اسلامي هويت هغه څه دی چې ټول افغانان په يو محور راټولولی شي.))
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وويل، په مذاکراتو کې هره خبره بايد د مسلمانانو په حيث د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره وي؛ نه د نورو د خوشحالولو لپاره.
د هغه په وينا، طالبان متعهد دي چې د اسلامي مقدساتو او ارشاداتو په رڼا کې دغه پروسه پرمخ بوځي.
شيخ حکيم زياتوي، اړوند خواوې بايد د مذاکراتو په جريان کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي، د مذاکراتو د پر مخ وړلو لپاره بايد شخصي او ګوندي ګټې يو اړخ ته شي.
ده ويلي: ((په دې مذاکراتو کې زموږ ګډون په دې خاطر دی چې په خپلواک افغانستان کې د واقعي اسلامي افغان شموله مرکزي نظام د قيام لپاره په ګډه پرېکړه وکړو.))
د هغه په وينا، جګړه يې د واک ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې له بهرني اشغال څخه د هېواد د خپلواکۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره ده.
شيخ حکيم وايي: ((نورو ته اجازه نه ورکوو چې له خپلې يا پردۍ خاورې زموږ د خاورې او خلکو استقلال ثبات او امنيت وګواښي.))
د طالبانو د مذاکراتي ټېم مشر ويلي، افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي، هېڅ بهرني لوری بايد د افغانانو په چارو کې مداخله ونه کړي.
login or register a new account.