مزارشريف (پژواک، ۸ تله ۹۹): د جمعه خان همدرد په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د يوې سترې غونډې پر مهال د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې له روانو خبرو ملاتړ اعلان کړ.
ياده غونډه چې د تلې په ۸مه، د بلخ په مرکز مزار ښار کې جوړه شوې وه، په کې د هېواد يو شمېر سياسي او جهادي اشخاصو، قومي مشرانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
د اسلامي حزب د شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد د غونډې برخوالو ته وويل، چې ياده شورا له قيد او شرط پرته د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له روانو خبرو څخه بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړي همداراز پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې پروسې لپاره د سياسي اجماع جوړېدو برخه کې پاتې راغلی دی.
د همدرد په خبره، د سولې مذاکراتي پلاوي په جوړولو کې هم د قناعت وړ مشورې نه دي شوي.
ده زياته کړه: (( کاشکې حکومت داسې يو مذاکراتي پلاوی ټاکلی وای، چې هم دوی د طالبانو په ژبه پوهېدای او هم طالبان د دوی په ژبه پوه شوي وای؛ خو په هر صورت اوس موږ ټول د خپل ولس په خاطر د سولې له خبرو ملاتړ کوو)).
نوموړي همدا راز په هېواد کې له سياسي احزابو، اشخاصو او جريانونو څخه وغوښتل چې د هېواد د راتلونکي په خاطر سره يو لاس شي.
همدرد پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخنيوي په خاطر دې يو بل وزغمي او روانې خبرې دې کاميابه کړي.
هغه همداراز له امنيتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد په لويو ښارونو کې دې جنايي جرمونه کنټرول کړي.
نوموړي وويل، چې په حزب اسلامي کې د مالي او سياسي شفافيت نشتون او همدا راز ټاکنو نه کولو له امله دوی خپله لاره جلا کړه.
د ولسي جرګې پخواني رييس او د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد د رهبرۍ شورا غړي عبدالرووف ابراهيمي غونډې ته په خپلو خبرو کې د حکومت او طالبانو له مذاکراتي ټيمونو حخه د انعطاف غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، شاوخوا څلور لسيزې کېږي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او خلک نور له روان حالت څخه ستړي شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن