ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: وسله والو طالبانو په ميرزکې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن سوځولی

چارواکي: وسله والو طالبانو په ميرزکې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن سوځولی

author avatar
4 Oct 2020 - 17:32
چارواکي: وسله والو طالبانو په ميرزکې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې انتن سوځولی
author avatar
4 Oct 2020 - 17:32

ګردېز (پژواک، ۱۳ تله ۹۹): سيمه ييزچارواکې وايي، وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې يو انتن سوځولی او ځينې توکي يې له ځان سره وړي دي.

د ميرزکې ولسوال محمد حکيم وزيري پژواک خبرى اژانس ته وويل ، ياد انتن تېره شپه د دې ولسوالۍ په شملزي خوړ نومې سيمه کې له منځه وړل شوی دی.

وزيري پژواک ته وويل:(( د سلام شبکې پايه وه، چې تېره شپه وسله والو طالبانو سوځولې ده.))

 د پکتيا د مخابراتو رئيس عبدالله توتاخېل په دې پېښه خواشيني څرګندوي او له وسله والو ډلو غواړي چې خلکو ته د عامه خدمتونو رسولو پر وړاندې دې خنډونه نه رامنځته کوي.

توتاخېل زياته کړه : (( وسله والو مخالفينو د سلام شبکې سايټ په مکمل ډول تخريب کړی، موږ هڅه وکړه چې تخنيکي ټيم ولېږو او مکمله ساحه وګوري، خو د امنيتي ستونزو له امله نه يو توانېدلي. ))

پکتيا کې د سلام مخابراتي شبکې مسوول انجنير عبدالرحيم عابد پژواک ته وويل چې د ياد سايټ په جوړولو شاوخوا ۱۷۰ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی و، خو وسله والو طالبانو سوځولی او ځينې توکي يې له ځان سره وړي دي.

عابد پژواک ته وويل چې د دې مخابراتي سايټ د ساتلو لپاره يې دوه کسان هم ګومارلي وو، چې وسله والو طالبانو وهلي، ډبولي دي. نوموړی زياتوي چې د دوی خدمتونه عمومي او د خلکو لپاره دي او له دې لارې نه د وسله والو طالبانو راپور ټوليږي او نه کوم بله ستونزه پېښوي.

عابد همدا راز زياته کړه:((يوازې BTS يې تقريبا يو لک ډالره قيمت لري، BTS کې ټول د ارتباطي او انټرنيټي خدمتونو وړاندې کولو وسايل نصب وي، چې هغه او جنراتور يې سوځولي او د برق دستګاه، سولر او له سولر نه چې ټول برق توليد او برابروي، ريکيفاير په نوم، هغه يې له ځان سره وړي دي. دا سمه ده چې دا به دولتي وي، خو ګټه يې کونډې او مظلوم ته ځي او خدمتونه مو ټول د ولس لپاره دي. ))

د سيمې اوسېدونکي د وسله والو طالبانو له خوا د دې مخابراتي پايې پر ويجاړولو سخت خواشيني او غوسه دي او وايي چې د داخلي او بهرنيو اړيکو لپاره يې دا يوه اسانتيا لرله، چې طالبانو ترې وسوځوله.

د دوی له ډلې د زمرک منګل په نوم يو تن پژواک ته وویل:((دلته يوازې دا يو انتن و، چې خلکو به زنګ ترې کاوه؛ د خلکو د کورنۍ غړي مسافر دي، مسافرو به هم له دې لارې له کور سره اړيکه نيوله، خو طالبانو د دې لپاره وسوځاوه او ځينې شيان يې له ځان سره يوړل؛ چې پرديان خوشاله کړي.))

 د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې ياده سيمه د وسله والو طالبانو تر حضوري نفوذ لاندې ده، چې د نورو ويجاړيو سربېره يې دا پايه هم له منځه وړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.