کابل(پژواک، ۱۷تله ۹۹): د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د افغان سولې له بهیره د ملاتړ ترڅنګ وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راتلو سره به د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نوره زمینه برابره نه شي.
د ملي پخلاینې عالي شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هندوستان ته د خپل رسمي سفر په لړ کې نن له غرمې مخکې په نوي ډهلي کې د هغه هېواد له لومړي وزیر نریندرا مودي سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې مودي ویلي: « د افغانانو له خوا منل شوې سوله، د هند د منلو ده او هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات ملاتړ کوي؛ ځکه چې د سولې او ثبات په راتګ سره به د ترهګرو ډلو د فعالیتونو لپاره نوره زمینه برابره نه شي.»
بلخوا، ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په لړ کې د دوحې د سولې د هڅو او خبرو اترو روښانه انځور وړاندې کړی او له هند څخه یې په افغانستان کې د سولې د هڅو د اصولي دریځ له امله مننه کړې ده.
د یوه بل خبر له مخې، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله پرون په ډهلي کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیټ دووال سره هم کتلي دي.
په دغه لیدنه کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس د هند له دوامداره مرستو او د سولې د هڅو په ملاتړ کې د دغه هېواد له رغنده رول څخه مننه او قدردانی وکړه او د سولې په هڅو کې یې د هند د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د هند د ملي امنیت سلاکار وویل چې هند په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کوي او د دغه بهیر طرفدار دی.
دوول زیاته کړه چې د سولې په خبرو کې هر هغه څه چې د افغانانو لپاره د منلو وي، هند ته د منلو وړ دي.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې هند د یو خپلواک، ازاد، ډېموکراټیک، خوندي او با ثباته افغانستان طرفدار دی؛ تر څو په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو لپاره هيڅ ځای پاتې نه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP