مزار شريف (پژواک، ٢٥ تله ٩٩) : د بلخ ولايت ځايي چارواکي وايي چې تر څلورو مياشتو ځنډ وروسته د افغانستان او ازبکستان پوله پرانستل شوه.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د تلې په٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې په حيرتانو کې ددواړو هېوادونو دروازه دافغانانو پر مخ نن پرانستل شوه.
هغه زياته کړه، هغه افغانان چې د ازبکستان ويزې پخپلو پاسپورټونو کې ولري، کولى شي چې دغه هېواد ته تګ راتګ وکړي.
د نوموړي په وينا، په دوازه کې د مسافرينو د کرونا ټسټ هم ترسره کېږي، او که د چا د کرونا ټسټ مثبت ثابت شو، نو د قرنطين مرکز ته لېږدول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د کرونا د پراختيا او د مخنيوي په موخه دغه دروازه له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د مسافرينو پر مخ تړل شوې وه.
login or register a new account.