کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسير او حديث مرکز له خوا «اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین » تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو.
د علومواکاډمۍ له خوا د تلې په ٢٩مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سيمينار په لومړۍ ورځ پرون د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام، د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پیغام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام، د سولې په چارو کې د دولت وزارت پیغام، د کابل پوهنتون پیغام ولوستل شول.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنپوه دوکتور عبدالظاهر شکیب، د حج، ارشاد او اوقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، د ولسي جرګې غړي ډاکټر عبدالقیوم سجادي، د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دوکتور محمد علم اسحاقزي، د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين مولوي محمد عارف ملکیار، د جامعة المصطفی د اسلامي علومو د څانګې رئیس دوکتور احمد ذبیح افشاګر، د علماوو د شورا غړي مولوي سعید الرحمن احساس او ديني عالم محمد ناصر حلیمي د سيمينار د موضوع په تړاو چې اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دين دی، ارزښتمنې ويناوې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه سیمینار دویمه غونډه کې مفتي مولوی رحیم الله حنفي له خوا د «اعتدال او وسطیت» په نوم د کتاب په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.
په دغه کتاب کې راغلي دی: “اعتدال د وسط او وسطیت معادل دی، اعتدال د ظلم او زیاتي ضد، پر عدل پرېکړه کول، تقویم، تسویه، مماثله، موازنه، مساوات او د انصاف په معنا دی. وسطیت هغه غوره حالت دی چې انسان له یو د طرفینو (افراط او تفریط) ته له ښويېدلو څخه ساتي، لکه بخل او اسراف چې وسط یې سخا ده. حنفي د دې خبرې په کولو سره چې موږ هره ورځ د الله تعالی له درباره په هر لمانځه کې هره ورځ د مستقيمې لارې غوښتونکي یو، وويل، افراط او تفریط د اسلام منهج او لاره نه ده. “
د سيمينار دويمه ورځ د علمي- څېړنيزو مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې په همدې مناسبت په کې ګڼ شمېر مقالې ولوستل شوې.
د سيمينار د پای په شېبو کې د لوستل شويو مقالو په اړه پوښتنې، بحث او مناقشه وشوه. د سيمينار ارزونه د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دوکتور محمد علم اسحاقزي له خوا وشوه چې په ټوله کې يې دغه سيمينار مثبت او ګټور وباله.
په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي دي: ۱. له افراطي او تفريطي مفکورو څخه د ډډې کولو په موخه د هېواد په کچه په پلازمېنې کې یو اسلامي مرکز جوړ شي، تر څو د ديني علومو زده کوونکي معتدلې اسلامي زده کړې وکړي او د نورو هېوادونو له مسافرت څخه مخنیوی وشي. ۲. تعلیمي نصاب او د تعلیمي مؤسسو نصاب ته د «فقه مقارن» مضمون اضافه شي، ترڅو له افراط او تفریط څخه مخنیوی وشي. ۳. یوه مستقله ديني مرجع او د افتاء مرکز دې جوړ شي چې په کې متعهد او متخصص علما موجود وي. ۴. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دې د هغو سریالونو، سایټونو او مطالبو چې تشدد او تاوتریخوالی خپروي، مخنیوی وکړي. ۵. هغه ګوندونه او جریانونه چې قومي، ژبني او مذهبي موضوعاتو ته لمن وهي، د عدلیې وزارت دې ترې مخنیوی وکړي. ۶. د حج، اوقاف او ارشاد وزارت دې د جوماتونو له لارې د اعتدال روحيې په عملي کولو کې ونډه واخلي. ۷. تحصیلي او تعلیمي نصاب دې د یو بل د منلو پر روحیه سمبال شي. ۸. دولت باید له هر هغو کړنو او او ویناوو چې د اساسي قانون له دويمې او درېيمې مادي سره په ټکر کې دي، له هغو څخه باید مخنیوی وشي او هر هغه غیر اسلامي عمل چې د قانون خلاف وي او دیني احساسات راپاروي، باید ترې مخنیوی وشي. ۹. کورنۍ دې خپل ماشومان د اعتدال پر روحیه سمبال کړي. ۱۰ . د دغه سیمینار مقالې دې د هېوادوالو د استفادې لپاره چاپ شي.