Language

ملي دفاع وزارت: پر کابل ښار د پنځو توغنديو د توغول کېدو مخه ونيول شوه

کابل (پژواک،۲لړم ۹۹): ملي دفاع وزارت وايي چې پر کابل ښار يې د هغو پنځو توغنديو د توغول کېدو مخه نيولې، چې د وسله والو طالبانو له خوا په پغمان ولسوالۍ کې د بريد لپاره چمتو شوي و.

 د دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو سرتېرو ددغه توغندويي بريد مخه نيولې او هغه يې شنډ کړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.