کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٩) : په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په ميدان وردګو ولايت کې يې له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.
د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن سوني لګيټ د لړم په ٥ مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، دا هوايي بريد تېره شپه د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له مخې شوى دى.
په دغه تړون کې راغلي چې د اړتيا پر مهال امريکايي ځواکونه له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه هوايي بريدونه ترسره کولى شي.
د امريکايي ځواکونو وياند ويلي چې په دغه بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي .
لګيټ په ياد هوايي بريد کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه ادعاوې رد کړې دي .
خو د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دا هوايي بريد په دُراني سیمه کې شوى چې په ترڅ کې يې درې ماشومان وژل شوي دي.
د دُراني کلي يوه اوسېدونکي رحیم الله پژواک ته ویلي، چې تېره ورځ ماښام مهال په دغه کلي کې د هوایي برید له امله درې ماشومان او دوه طالبان ووژل شوي.
د میدان وردګو ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک په یاد هوایي برید کې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژل کېدل تاییدوي، خو وایي چې په دغه برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی دی.
خو د دغه ولایت د والي ویاند شریف الله شریفزی بیا وایي چې په دغه هوایي برید کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه په ځوابي هوايي بریدونو کې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په "زره خېل"، بیدکه" او "اسحاق خېل" سیمو کې او د نرخ ولسوالۍ په "دراني" سیمه کې ۲۶ طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې امريکايي ځواکونو په هلمند او فراه ولايتونو کې هم پر طالبانو هوايي بريدونه کړي وو، چې طالبانو بيا د غندلو ترڅنګ يې دا د دوحې له تړون سره په تضاد کې ګڼلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن