ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت او طالبان يو بل د ملکي  وګړو پر مرګ ژوبلې تورنوي

حکومت او طالبان يو بل د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې تورنوي

author avatar
31 Oct 2020 - 16:45
حکومت او طالبان يو بل د ملکي  وګړو پر مرګ ژوبلې تورنوي
author avatar
31 Oct 2020 - 16:45

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : حکومت او وسله وال طالبان يو بل ملکي وګړو ته پر مرګ ژوبلې اړولو تورنوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې وسله والو طالبانو په تېرو ٥٠ ورځو کې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې شاوخوا دوه زره بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ٨٦٣ ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې چې ٢٦٤ کسان يې وژلي او ٦٠٠ ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په ياده موده کې د دولتي ځواکونو په ځوابي بريدونو کې يې د طالبانو کابو ۲۰۰۰غړي وژلي او ټپيان کړي دي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې په هېواد کې د ملکي تلفاتو لوی عامل بمبارۍ، پر کلیو او کورونو باندې د توپونو او هاوانونو د مرميو وارول.

هغه زياته کړې چې طالبان د عملیاتو پر مهال يواځې د دولت نظامي هستې په نښه کوي چې ملکي تلفات نه لري.

د مجاهد په وينا، د وروستیو جګړو لامل د حکومتي ځواکونو تخطۍ اوتحرکات دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.