کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹) : د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر کابل پوهنتون د برید له امله د سه شنبې په ورځ ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.
دریو تنو وسله والو بریدګرو نن سهار پر کابل پوهنتون برید کړی و، چې په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغې تروریستي پېښې قربانیانو ته د درناوي په موخه سبا سه شنبه د لړم ۱۳مه ملي ماتم اعلانوي او په ټول هېواد او له هیواده بهر ټولو سیاسي نمایندګیو کې به د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند شي.
سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پر مهال د هیواد والیانو ته لارښوونه وکړه چې سبا (سه شنبه) پر کابل پوهنتون د تروریستي پېښې د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر په ټول هیواد کې د غمشریکۍ مراسم ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن