ښرنه (پژواک، ١٣ لړم ٩٩): د پکتيکا چارواکي وايي چې له لسو کلونو وروسته د پکتيکا- پکتيا لويه لار د نوو پوستو او بېزونو په جوړولو سره امن شوې او خلک کولاى شي په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي.
د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د پکتيکا- پکتيا لويه لار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې نا امنه وه او خلکو پرې په اسانه تګ راتګ نه شو کولاى.
خو دى وايي چې په ګواښمنو سيمو کې نوې پوستې او بېزونه جوړ شوي او له دې وروسته خلک کولاى شي پر دې لويه لار په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
دى زياتوي: ((امنيتي تدابير مو نيولي دي، له دې وروسته به مشکل نه وي، هم عام خلک او هم مامورين کولاى شي په ډاډه زړه پر دې لار سفر وکړي.))
په ورته وخت کې د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر پژواک ته وويل چې د يادې لارې په اوږدو کې سلګونه پوليس او د ملي اردو سرتېري ځاى پرځاى شوي او نور به ستونزه نه وي.
هغه زياته کړه: ((پر دې لار مو بېزونه او پوستې جوړ کړي او د هر ډول بريدونو د مخنيوي لپاره چمتووالى نيول شوى دى.))
همدارنګه يوه دولتي مامور زلمي پژواک ته وويل چې پخوا پر ياده لار تګ راتګ ډېر ستونزمن و.
دى وايي: ((څو ځايه به طالبان ولاړ وو، هېڅ خلکو پر دې لار سفر نه کاوه خو اوس دا لاره يو څه امن شوې او خلک کولاى شي تګ راتګ پرې وکړي.))
د يادونې ده، له تېرو لسو کلونو راهيسې پر يادې لويې لارې د نا امنۍ امله دولتي مامورينو هېڅ سفر نه شو کولاى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن