ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرالله صالح د کابل پوهنتون د ۱۳ نیول شوو پولیسو د بېرته خوشي کولو امر کړی

امرالله صالح د کابل پوهنتون د ۱۳ نیول شوو پولیسو د بېرته خوشي کولو امر کړی

author avatar
5 Nov 2020 - 13:43
امرالله صالح د کابل پوهنتون د ۱۳ نیول شوو پولیسو د بېرته خوشي کولو امر کړی
author avatar
5 Nov 2020 - 13:43

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۹): د ولسمشر لومړي مرستیال هغه ۱۳ پولیس منسوبین چې د کابل پوهنتون په قضیه کې په دندو کې د ناغېړۍ له امله نیول شوي وو، بې معنا وبلل او د هغو د خوشي کولو امر یې ورکړی دی.

کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې هغه ۱۳ پولیس منسوبین چې د کابل پوهنتون د امنیت دنده یې پر غاړه وه، د امنیتي پلان په تطبیق کې د ناغېړۍ له امله ونیول او څارنوالۍ ته یې معرفي کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال چې د تلې له ۲۶مې نېټې راهیسې یې د کابل امنیتي مسوولیت پر غاړه دی، نن پر خپله فېسبوک پاڼه د دغه ښار د امنیت د ټينګښت اتلسم تصمیم اعلان کړ.

نوموړی دې ته په اشارې چې چا ونه شو کولای د کابل پوهنتون له فاجعې مخنیوی وکړي، څېړنې نه دي بشپړې شوې، وايي چې د وظیفوي غفلت په تور د ۱۳ ګمنامو پولیسو توقیف بې معنا دی.

نوموړي زیاته کړې: ((امر مې وکړ چې نیولي شوي ۱۳ پولیس منسوبین دې په عزت خوشي شي. موږ تر اوسه قضاوت نه شو کولای چې په دې خاص مورد کې وظیفوي غفلت څه دی.))

صالح د دې په روښانولو سره چې ژمنه کوي هېڅ پټ کار به نه ترسره کېږي او ښايي امنیتي سیستم په ټوله کې منتقدانه بیاکتنې ته اړتیا ولري، وویل: ((اجازه نه ورکوم چې په هره ناکامۍ کې یوازې ګمنامي پولیس د قربانۍ د پسه په توګه ونیول شي او موږ قانون ته بام جوړ کړو.))

نوموړي د لوړپوړو ودانیو تخریب او درېدو ته په اشاره ویلي: ((سر له راتلونکې اوونۍ به لومړی د ملاماتوونکې؛ یعنې د بلند منزل له بیې د ډېرې جریمې طرحه د کابینې ناستې ته وړاندیز شي. دویم به هغه لوړپوړې ودانۍ چې په حساسو سیمو کې جوړې شوې، سر له راتلونکې اوونۍ د نورو هېوادونو په څېر د انجنیرۍ او مهندسۍ د دقیقې طرحې پر اساس په مسلکي ډول په چاودېدونکو موادو ویجاړې کړي.))

د نوموړي په خبره، مخکې له تخریبه، تر هدف لاندې لوړپوړو ودانیو شاوخوا ساحه به خالي شي څو چا ته زیان ونه رسېږي. لږ تر لږه درې داسې ودانۍ، سره له دې چې د دولت له خبرداري یې هم اطلاع درلوده، په حساسو او تاریخي سیمو کې پر خپل سر جوړې شوې، ثبیت او انتخاب شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا یو شمېر غړي او ځيني خلک امرالله صالح ته د کابل امنیت پر سپارلو نیوکه کوي او وايي، په ټوله کې د امنیتي تړون پروګرام د امنیت ستونزه نه شي حلولای.

د یادونې ده، کورنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۲۴مه د «امنیتي تړون» پروګرام د جوړېدو اعلان وکړ او موخه یې د امنیت ټینګښت او د خلکو د بسیج له لارې له جرمونو او جنایتونو سره اغېزناکه مبارزه بللې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.