کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۹۹) : د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) وایي، د غیر مجاز مخابراتي فعالیتونو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې اته پایې سیم باکسونه کشف او د امنیتي ارګانونو په همکارۍ ونیول.
ددغې ادارې ویاند سعید شینواري د لړم په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ، نیول شوي سیم باکسونه چې د سلام، افغان بیسیم او اتصالات مخابراتي شرکتونو له سیمکارتو په استفادې سره په یو کور کې نصب شوي وو، په کشف سره یې د ملیونونه افغانیو د ملي او خصوصي عوایدو د غلا مخه ونیول شوه.
هغه زیاته کړه، سیم باکس داسې وسیله ده چې په استفادې سره یی هیواد ته نړیوال ټیلیفوني مکالمې منحرف کېږي، عواید غلا کېږي، د هیوادوالو د ټېلیفوني مکالمو امنیت ته ګواښ جوړوي او د سیم باکس له لارې د منحرف کړای شویو ټلیفوني مکالمو کیفیت ته زیان رسوي.
شینواری وای، اترا ادارې تر اوسه له ۵۰۰ زیات سیم باکسونه کشف، نیولي او په تړاو یې یو شمېر کسان د امنیتي ځواکونو په مرسته د قانون منګولو ته سپارلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن