کابل (پژواک،۱۶ لړم ٩٩): دامریکا د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمیر ولایتونو رایی اوس هم شمیرل کیږي، خو د ولسمشر ټرمپ سیال جو بایډن مخکې روان دی.
د امريکا ولسمشرۍ ټاکنۍ د پخواني مرستیال ولسمشر جوبايډن او اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ درې ورځې مخکې ترسره شوې خو د تمې خلاف يې د وروستيو پايلو اعلان ځنډېدلی دی.
د امريکا د ټاکنو د قوانينو له مخې، کوم کانديد چې له ٥٣٨ کالج رايو څخه ٢٧٠ ترلاسه کړې، هغه د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکى اعلانېږي، خو د راپورونو له مخې، بايډن ٢٦٣ او ټرمپ ٢١٤ رايې ګټلې دي.
ټرمپ د ټاکنو د پايلو په اړه لا له مخکې خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، په يو شمېر ولايتونو کې يې د رايو د بياشمېرنې د غوښتنې ترڅنګ يې ويلي چې ډېر ژر به سترې محکمې ته مراجعه وکړي.
بلخوا امریکا غږ خبر ورکړی چې د دموکرات ګوند کاندید، جو بایډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټلو ته په داسې حال کې نږدې شوی چې د جورجیا او پنسلوانیا په ایالتونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبقت ورځ تر بلې په کمیدو شوی.
سرچینې زیاته کړې، دا مهال د امریکا په څلورو ایالتونو کې د رایو شمیرل ادامه لري چې د همدغو ایالتونو رایې به د ټاکنو د ګټونکي په ټاکلو کې غټ رول ولري.
بایډن د اریزونا او نوادا ایالت کې ولسشمر ټرمپ څخه ډیرې رایې لري او د پنسلوانیا په ایالت کې د ولسمشر ټرمپ مخکې والی تر ۱۸ زرو پورې ټیټ شوی.
همداراز تر دې دمه د جورجیا په ایالت کې بایډن له ولسشمر ټرمپ څخه ۹۱۷ ډیرې رایې لري او لا هم د رایو شمیرنه دوام لري.
امریکا غږ ویلي، تر اوسه د امریکا په شپږو ایالتونو – الاسکا، اریزونا، نوادا، جورجیا، شمالي کارولینا او پنسلوانیا – کې د انتخاباتو نتیجې ندي بشپړې شوي.
الاسکا درې، اریزونا ۱۱، نوادا شپږ، جورجیا ۱۶، شمالي کارولینا ۱۵ او پنسلوانیا ۲۰ انتخاباتي رای لري.
جوبایډن د میشیګن ایالت شپاړلس انتخاباتي رایې وګټلې. له دغو رایو سره د بایډن ټولټال انتخاباتي رایې ۲۵۳ شوې. د بایډن سیال او د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ انتخاباتي رایې ۲۱۳ دي. هر کاندید چې له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي، د امریکا ولسمشر کیږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن