ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کلات کې ځانمرګي برید ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په کلات کې ځانمرګي برید ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
7 Nov 2020 - 14:55
په کلات کې ځانمرګي برید ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
7 Nov 2020 - 14:55

کندهار (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): د زابل په مرکز کلات کې د یوه موټربم ځانمرګي برید په پایله کې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

پېښه نن سهار د کلات ښار په سینک سیمه کې شوې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال که څه هم د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ویل چې دغه بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د زابل د ولایتي روغتون امر ډاکټر نذیر احمد حریفال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پېښې له ځایه روغتون ته درې جسدونه او ۱۲ ټپیان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

دی وايي، په ټپيانو کې یوه ښځه او څلور ماشومان هم شامل دي.

د ده په خبره، په ټپیانو کې د ځینو ټپونه ژور دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.