ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: کمېشن کاران هره ورځ د پاکستان له ویزه غوښتکونکو ۱۰۰زره ډالر اخلي

صالح: کمېشن کاران هره ورځ د پاکستان له ویزه غوښتکونکو ۱۰۰زره ډالر اخلي

author avatar
7 Nov 2020 - 15:30
صالح: کمېشن کاران هره ورځ د پاکستان له ویزه غوښتکونکو ۱۰۰زره ډالر اخلي
author avatar
7 Nov 2020 - 15:30

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٩): د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰ زره امریکايي ډالر د ځانګړې ډلې له خوا پر عامو خلکو د پاکستان و ویزو د خرڅلاو له درکه اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د ویزو په اړه د خلکو شکایتونو زیات شوي او په تېره یوه میاشت کې څو ځلې د پاکستان سفارت مخې ته لاریونونه هم شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال چې د روان کال د تلې میاشتې له ۲۶مې نېټې وروسته یې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر غاړه اخیستی، نن پر خپله فېسبوک پاڼه د دغه ښار د امنیت د ټینګښت په موخه خپل نولسم پلان اعلان کړ.

صالح د پاکستان د ویزو اړوند ستونزو ته په اشاره لیکلي: ((د پاکستان د ویزو غوښتونکو لپاره د نظم رامنځته کېدو په برخه کې زموږ طرحه بشپړه شوې. منتظر یو چې د پاکستان سفارت د ویزو شمېر معلوم کړي.))

هغه زیاته کړې، اوس هم پوهېږي چې کومې کړۍ د پاکستان وېزي له مجاني حالته کمېشن کارۍ ته تبدلې کړې دي.

د نوموړي په خبره، شپږ کړ‎ۍ هره ورځ لږ تر لږه ۱۰۰زره امریکايي ډالر د پاکستان د ویزو پلورلو له لارې له عامو خلکو اخلي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په دې اړه په اوولسمه ناسته کې ویلي وو: ((اووم: تر راتلونکو دووـ درېیو ورځو پورې د پاکستان سفارت مخې ته د ویزو اخیستلو د بیروبار او هجوم د مدیریت طرحه وروستۍ کېږي. خپله ژمنه به عملي کړو او اجازه نه ورکوو چې زموږ خلک د نظم د نه موجودیت له امله د ویزو اخیستلو پر مهال ورټل شي.))

هغه پر کابل پوهنتون د برید په اړه څېړنو ته په اشاره وویل، پر کابل پوهنتون او کوثر کورس د بریدونو په اړه د څېړنو د پرمختګ اجمالي ارزونه ترسره شوې. ډېری معلومات تر لاسه شوي او هېڅ امکان نه لري چې دغه چنایتونه دې بې ادرسه پاتې شي.

صالح زیاته کړې: ((د عملیاتي خوندیتوب د مراعات لپاره په دې مرحله کې د جزئیاتو له ورکولو ډډه کوم، خو هغه ورځ نږدې ده چې خلک ووینئ په یادو پېښو کې چا لاس درلود او زه به د علني محکمې غوښتنه وکړم. ملي امنیت او پولیسو ته امر شوی چې سیمه پر سیمه پوښښ ۱۰۰ ځله چټک کړي او د اړتیا وړ ټول مادي او تخنیکي امکانات هم ورکړل شوي او هم به ورکړل شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.