کابل (پژواک ۱۷ لړم ٩٩): د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کاندید جو بایډین ډونالډ ټرمپ ته په ماتې ورکولو سره دامریکا شپږ څلویښتم ولسمشر وټاکل شو، خو ټرمپ د پایلو له امنلو انکار کړی دی.
د امريکا ولسمشرۍ ټاکنۍ د پخواني مرستیال ولسمشر او ددیموکرات ګوند غړی جوبايډن او اوسني ولسمشر د جمهوري غوښتونکو ګوند د غړي ډونالډ ټرمپ ترمنځ څلور ورځې مخکې دنومبر په دریمه ترسره شوه، چې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه رایه ورکوونکو خپله رایه کارولې ده.
د امريکا د ټاکنو د قوانينو له مخې، کوم کانديد چې له ٥٣٨ کالج رايو څخه ٢٧٠ ترلاسه کړې، هغه د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکى اعلانېږي، خو د راپورونو له مخې، بايډن ۲۵۳ او ټرمپ ٢١٤ رايې ګټلې وې. د یو شمیر ولایتونو درایو شمیرنه کې ځنډ رامنځته شوې وه او د افغانستان په وخت نن ماخوستن د پنسلوانیا ایالت پایلې اعلان شوې چې هلته بایډن ۲۰ د کالج رای وګټلې او دې سره یې د ټولو رایو شمیره ۲۷۳ ته پورته شوه.
ټولو مهمو امریکایي رسنیو بایډن د امریکا د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰مه به د لوړې مراسم ترسره کوي، خو ولسمشر ټرمپ ددې پایلو له منلو انکار کړی او ویلي چې سترې محکمې ته مراجعه کوي.
بایډن د ټاکنو تر ګټو وروسته پخپله لومړۍ وینا کې پر امریکایانو داتحاد او اتفاق غږ کړی او ویلي دي چې دی د ټولو امریکایانو ولسمشر دی.
جوبایډن له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ پورې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما مرستیال و او تر هغه مخکې ۳۶ کاله د دغه هېواد د سنا غړی پاتې شوی و.
د جوبایډن مرستیاله، میرمن کاملا هریس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې میرمن ده چې د امریکا د ولسمشر د مرستیالې په توګه ټاکل کیږي.
میرمن هریس د کالیفورنیا په اوکلانډ کې زیږیدلې ده. پلار یې د جمیکا او مور یې هندۍ وه.
بایډن د انتخاباتي رایو برسیره، عمومي رایې هم ګټلې دي. بایډن ته په دغو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ په پرتله شاوخوا ۴ میلیونه ډیرو امریکایانو رایه ورکړې ده
هغه ویلي چې په پاتې ولایتونو کې به هم رای ګتلی او ټوله شمیره به یې ۳۰۰ ته رسیږي. د راپورونو له مخې، ۷۴ میلیونه امریکایانو بایډن او ۷۰ میلیونه امریکایانو ټرمپ ته رایه ورکړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن