Language

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني ومړ

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۹): د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکتر عبدالواسع سلطاني د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

سلطاني پرون مازدیګر د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

نوموړی چې د داخله ناروغیو استاد و، کلونه یې په کابل طبي پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړه او د افغانستان د طبابت په برخه کې یې مهم خدمتونه کړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، د استاد سلطاني مړینه د افغانستان اکاډميکې کورنۍ لپاره ستره ضایع ده او لیکلي یې دي، نوموړی له څو کلونو راهیسې په بشپړ صداقت او ژمنتیا د ځوان نسل پر روزنه بوخت و.

د خبرپاڼې په دوام کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ پلاوي د استاد سلطاني کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر او سلطاني ته د جنت غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.