کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٩) : د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر مېلر د دغه هېواد وسله والو ځواکونو ته په خپل لومړي پیغام کې ویلي چې له القاعدې ډلې سره جګړه پاى ته نه ده رسېدلې.
د امريکا غږ د راپور له مخې، په دغه پیغام کې چې د مېلر له خوا خپور شوی راغلي: ”په داسې حال کې چې موږ د راتلونکي لپاره چمتووالی نیسو، د هغې جګړې ختمولو ته هوډمن یو چې په ۲۰۰۱ کال کې القاعدې ډلې زموږ تر پولو راوړه. دغه جګړه لا ختمه شوې نه ده.”
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست زیاته کړې: “موږ د القاعدې او د دې ملاتړو ډلو ماتولو ته نږدې شوي یو، خو باید د جګړې پاى ته د پام نه کولو په څېر له خپلو پخوانیو تېروتنو څخه ځانونه وساتو.”
هغه زياته کړې، چې دغه جګړه اوږده او قربانۍ يې سترې وې.
مېلر په دغه پیغام کې ویلي چې اوس هغه مهمه مرحله رسېدلې چې امریکا د دغو هڅو په لړ کې خپل رول له رهبرۍ څخه حمایوي بڼې ته واړوي.
مېلر ویلي: “موږ د دایمي جګړې خلک نه یو او ټولې جګړې باید پاى ومومي. “
د هغه په وينا، اوس هغه وخت را رسېدلی چې امریکایيسرتېري خپلې خاورې ته را وګرځي.
خو نوموړي په خپل پیغام کې د افغانستان نوم نه دى اخیستی .
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په اکتوبر میاشت کې په یو ټویټ کې لیکليو: “باید زموږ هغه پاتې زړور سرتېري تر کرسمس پورې بېرته را ستانه شي چې په افغانستان کې پر دنده بوخت دي.”
د ټرمپ د دغو څرګندونو په ځواب کې د سپینې ماڼۍ امنیتي مشاور رابرت اوبراین ویلي و چې دا یواځې یوه “غوښتنه وه”، کوم “نظامي دستور” نه و.
دغه راز ناټو ويلي چې له افغانستان څخه يې د ځواکونوايستل مشروط دي او دوى به شرایطو ته په کتو پرېکړه کوي.
دامريکا ددفاع نوي سرپرست وزير په داسې حال کې له القاعدې سره د جګړې ددوام خبره کوي، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ملي امنيتي ځواکونو له خوا دالقاعدې ډلې درې مهم لوړ پوړي مشران وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو او افغان حکومت ويلي، القاعده اوس هم په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړيکې لري، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن